پکتيکا؛ غيبي خېلو لوبډلې د واليبال ژمنيو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۳۳
پکتيکا؛ غيبي خېلو لوبډلې د واليبال ژمنيو سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په یحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د غیبي خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کرزي او غيبي خېلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې غيبي خېلو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS