پکتيا کې د مرحوم رضاء خان کاکا په ياد د بېلابېلو ورزشونو نمايشات ترسره شول

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۰:۲
پکتيا کې د مرحوم رضاء خان کاکا په ياد د بېلابېلو ورزشونو نمايشات ترسره شول

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د څمکنيو ولسوالۍ په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۵ کلبونو ورزشکارانو له لوري د مرحوم رضاء خان کاکا د (کرکټ کاکا) په ياد د هېواد د ورزش ادارې رهبري په حضور کې د بېلابېلو ورزشونو جالب نمايشات ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي سلاکار حيات الله رحماني، د پکتيا ولايت د ورزش رييس قاري نور الرحمن تسکين، ولسي مخورو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

په يادو مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران د څمکنيو ولسوالۍ له مشرانو څخه مننه وکړه، چې تل ځوانان ورزش ته هڅوي، نوموړي زياته کړه: مرحوم رضاء خان کاکا د هېواد د ورزشکارانو تل ملاټر کړی و او په هر ډگر کې يې تشويق کړي وو، د مرحوم نشتون د هېواد ورزش لپاره لويه ضايعه ده او تل به يې کړي خدمتونه زموږ په ياد وي، ښاغلي ځدراڼ همدا راز زياته کړه: د ا.ا.ا په راتگ سره په دغې ولسوالۍ کې د ورزشکارانو شمېر ډېر شوی، چې الحمدلله دا ټول د امنيت برکت دی، ښاغلي ځدراڼ په خپلو خبرو کې وويل: د هېواد د ورزش اداره د پکتيا ولايت د ورزش رياست ته د پوره همکاريو ډاډ ورکوي او په ياد ولايت کې به ورزشکارانو ته د پوره اسانتياو برابرولو لپاره گوټلي گامونه اخلي.

د مراسمو په دوام د پکتيا ولايت د‌ ورزش رييس قاري نور الرحمن تسکين وينا وکړه او دغه ولايت ته يې د ورزش ادارې رهبري ته يې د ښه راغلاست تر څنگ مننه وکړه او زياته کړه: د ا.ا.ا راتگ سره د هېواد ورزش ډېر پرمختگ کړی او د انحصار څخه وتلی دی، الحمدلله موږ په تېر کال کې شاوخوا ۱۹۷ بېلابېلې ورزشي برنامې ترسره کړي، چې ډېر شمېر يې په ولسواليو کې وو، نوموړي همدارنگه وويل: د ورزش په برخه کې فساد ختم شوی او د ا.ا.ا په راتگ سره پکتيا ولايت ته توجو ډېره شوې ده، ښاغلي تسکين په پای کې د ورزش ادارې رهبرۍ نه مننه وکړه، چې ياد ولايت ته سفر وکړ او ورزشکاران يې له نږدې تشويق کړل.

د دغو نمايشاتو د ترسره کېدو موخه د مرحوم رضاء خان کاکا د خدمتونو يادول او ياد را ژوندي کول و.

ياده دې وي، چې په پای کې د هېواد د ورزش ادارې رهبري له لوري ورزشکارانو ته بېلابېل ورزشي وسايل ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS