پکتيا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د "امن" په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتیا ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست او د واليبال فدراسيون په ګډه همغږۍ د "امن" په نوم د احمدخېلو ځوانانو له لوري د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د شهرنو ځوانانو او ميرزکي ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ٣-٢ ميدانونو په توپیر د ميرزکي ځوانانو لوبډلې وګټله.
يادې سیالۍ چې له نشه يي توکو سره دمبارزې او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه پیل شوې دوولس ورځې به دوام وکړي.
