پکتيا؛ مرکز گردېز ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، د پکتيا پوهنتون په ورزشي جمنازيوم کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د فوټسال دوستانه سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پيمان او پامير لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې پيمان لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۴/۵ مېدانونو په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۳۵ ورځې دوام وکړي.
