په کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۴۲
په کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

په کابل کې د اختري کلب د مسولينو له لوري د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د هرات ولايت د وروستۍ غميزې په پار د سوک وهنۍ سيالۍ او د قران عظيم شان ختم ترسره شو.

په دغو سياليو کې د لومړي زون له ۲۶ کلبونو څخه ۱۴۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې اختري کلب د طلا د ۶ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ستاره های اختري کلب د ۴ مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم او شوری چهار دهي کلب د ۳ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د هرات ولايت د وروستۍ غميزې د شهيدانو او قربانيانو په پار د قران عظيم شان ختم او دعا وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS