په کابل کې د روژې مياشتې په مناسبت د تکواندو يوولسم پړاو ازادې سيالۍ پيل شوې
په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تکواندو ملي فدراسیون په تمريناتي ځای کې، د روژې مياشتې په مناسبت د کوچنيانو، وړو ماشومانو او نويو ځوانانو په سني کټګوريو کې د تکواندو يوولسم پړاو ازادې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي عبدالودود حقاني، د تکواندو ملي فدراسیون رئیس ډاکتر نجیب الله سکندر، د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د دعوت ارشاد رياست استازي عبدالصمد عابد، د تکواندو روزونکو، لوبڅارانو او ورزشکارانو ګډون درلود.
د دغو سياليو په پيل کې د تکواندو ملي فدراسیون رئیس ډاکتر نجیب الله سکندر ګډونوالو ته په خبرو کې خوښي وښوده، چې د روژې مياشتې په وياړ د تکواندو دغه سيالۍ ترسره کوي په خبره يې؛ د افغانستان ورزش د کوچنيانو د ورزش ودې او پرمختګ ته ډېره اړتيا لري، چې بايد دې برخې ته لازمه پاملرنه وشي او غوره ورزشکاران وروزل شي.
ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي عبدالودود حقاني خبرې وکړې ښاغلي حقاني وویل: خوښ دى چې له تکواندو سياليو څخه خپله نوې دنده او ورسپارل شوى مسووليت پيلوي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د ورزش او ورزشکارانو هر اړخيز ملاتړ به کوي او ورزشي پروګرامونو ته به پياوړتيا ورکوي او د ده په رياست سره به د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست کارونه نور هم د پرمختګ په لور ولاړ شي.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې له ورزشي فدراسیونونو سره په ګډې همکارۍ به تر بل هر وخت د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې - ځلې کوي.
تر وينا وروسته د تکواندو د پومسې او نورو برخو د ورزشکارانو له لوري ورزشي نمايشونه ترسره شول.
د تکواندو په دغو سياليو کې د څلورو ولايتونو : کابل، پروان، بغلان او کندز د ٢٦ لوبډلو ٢٠٠ ورزشکارانو ګډون کړی، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
