په هرات کې د پنځه لوبډلو ترمنځ د هاکي منتخبې لوبډلې ټاکنیزي سیالۍ پیل شوېنتخب هاکی بین پنج تیم در هرات آغاز شد

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۰:۵۷
رقابت په هرات کې د پنځه لوبډلو ترمنځ د هاکي منتخبې لوبډلې ټاکنیزي سیالۍ پیل شوېهای منتخب هاکی بین پنج تیم در هرات آغاز شد

په هرات ولایت کې هاکي منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د هرات د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکارۍ د هاکي فدراسیون له خوا د پنځو لوبډلو ترمنځ په استقلال ورزشي جمنازیوم کې دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ، چې یوه میاشت به دوام وکړي د « اديب، هريوا، غرب پوشان، اتلان او جامي » لوبډلې پکې ګډون لري .

د سیالیو په پیلیزو مراسمو کې د هاکي فدراسیون د استازي په ګډون، مخورو، ځوانانو، روزونکو، ورزشکارانو او مینوالو ګډون کړی وو.

د ټورنمنټ لومړنۍ سیالي د « ادیب او غرب پوشان» لوبډلو ترمنځ وشوه، چې له « ۳ – ۲» پایلې سره ادیب لوبډلې وګټله.

د یادو سیالیو په پایله کې به د هرات هاکي منتخبې لوبډلې ته ۱۸ غوره لوبغاړي وټاکل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS