په خوست کې د فوټبال زرغون جام سياليو اتلولي سعدي کلب ترلاسه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۳:۲۸
په خوست کې د فوټبال زرغون جام سياليو اتلولي سعدي کلب ترلاسه کړه

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ترکۍ کلي د فوټبال لیګ، چې لسو کلبونو پکې برخه اخيستې وه د سعدي کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد.

دغه ليګ پوره شل ورځې دوام وکړ، له پرلپسې سياليو وروسته سعدي او ترکۍ چيلنجر کلبونه په دې وتوانېدل چې پايلوبې ته لار پيدا کړي.

سعدي او ترکۍ چيلېنجر کلبونو د‌ پايلوبې په لومړي ټاکلي وخت کې د يوې په زړه پورې لوبه وروسته مساوي اعلان شول؛ خو د کمېټې د بيا ځلې ورکړي وخت څخه سعدي کلب بشپړه ګټه پورته کړه او سيالې لوبډلې ترکۍ چيلېنجر کلب ته يې د ۲_۰ په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ اتلولي يې خپله کړه.

د نوموړي ليګ د پای په مراسمو کې قومي مشرانو، د سیمې فعالو ځوانانو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.

په‌ پای کې غوره لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونو، مډالونو او ډالۍ و کړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS