په خوست کې د( زرغون افغانستان) د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۵۷
په خوست کې د( زرغون افغانستان) د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د ا.ا د رئیس الوزراء دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنیفي، خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري، د قطر سیاسي دفتر غړي انس حقاني، د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف ، اجرائیه رئیس نصیب خان، دملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس احمد الله وثیق ، امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت ، د رابطې عمومي مسؤول حاجي جمیل، خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال ، له کابل څخه راغلي پلاوي غړو او د کرکټ مسؤولینو ګډون کړی و.

د رئیس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي پخپلو خبرو کې وویل، د افغان کرکټ ورزشکارانو تل هیواد او ولسونو ته ویاړونه او خوښي راوړې ده.

ښاغلي حنیفي زیاته کړه، چې ا.ا په هیواد کې د ټولو ورزشکارانو لپاره په هره برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی د هڅونې او روزنې په برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.

مولوي حنیفي وویل، زمونږ د هر ډګر ورزشکارانو نړۍ ته د سولې، مینې او یووالي پیغام ورکړی او دا یې ثابته کړې، چې افغانان د سولې او مینې خلک دي، دوی له جګړې کرکه کوي.

خوست والي مولوي محمد نبي عمري د رئیس الوزرا دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنیفي ، د کرکټ بورډ عمومي رئیس او نورو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د افغان کرکټ ملي، نولس کلنو او نویو ځوانانو لوبې او اتلولۍ یې وستایلې.

د ولایت والي د کرکټ بورډ له مسؤولینو مننه وکړه، چې د زرغون افغانستان یو ورځینیو لوبو لپاره یې خوست انتخاب کړ، ترڅو د خوست ولسونه خپل ملي اتلان او د دوی لوبې له نېږدې وګوري.

ښاغلي عمري وویل، د افغانستان کرکټ لوبغاړو تل د خپل هیواد نوم لوړ ساتلی او پخپلو زحمتونو یې هیواد ته ویاړونه راوړي او ولس یې خوشحاله ساتلی.

مولوي عمري په خپل پیغام کې له ځوانانو وغوښتل، چې د قلم او ورزش له لارې نړۍ ته د افغانانو د یووالي، مینې او سولې پیغام ورسوي، همدا شان د هر ډول تبعیض پرته یو بل ته د هیواد جوړونې په برخه کې لاس ورکړي.

نوموړي وویل، چې خوست کې ورزشکارانو ټولو غوښتنو او پیشنهاداتو ته پر وخت رسیدګي شوې، د ا . ا په راتګ سره دوی ته ځانګړې توجه شوې.

د قطر سیاسي دفتر غړي انس حقاني په خپلو خبرو کې وویل ورزش د یوالي سمبول او په دې واسطه زموږ کلي، ولایتونه او ځوانان سره تړلي، چې د خپل هېواد نوم په نړیواله کچه روښانه وي.

هغه وویل اوس زموږ هېواد امن دی او ټول ځوانان او قشرونه د امن په فضا کې له یو او بل سره ژوند کوي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف پخپلو خبرو کې د خوست والي او امنیتي مسؤولینو مننه وکړه، چې د زرغون افغانستان لوبو په ښه ترتیباتو او امنیت برخه کې ډېره همکاري وکړه.

نوموړي وویل، د خوستیو ولسونو د کرکټ سره د ډېرې مینې له امله د کرکټ بورډ ادارې د زرغون خوست سیالۍ په خوست کې پېل کړې، ترڅو خوستي ولسونه خپل اتلان او د دوی لوبې له نیږدې وګوري.

ښاغلي اشرف زیاته کړه، چې کرکټ بورډ تل پدې هڅه کې دی چې داخلي کرکټ پیاوړی کړي، تر څو له دې لارې وړ لوبغاړي پیدا کړو او په نړیواله سطحه د افغانستان ښه نمایندګي وکړي.

کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نصیب خان وویل د داخلي کرکټ د ودې او پرمختیا له پاره کرکټ بورډ اداره منظم پلان لري او نیږدې راتلونکي کې به د ملي لوبغاړو په ګډون څلور ورځینۍ سیالۍ هم پیل شي.

د یادو لوبو په لړ کې هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز لوبډلې پای لوبې ته وتلې وې، چې د باران له امله لوبه ۳۳ اورونو ته راښکته شوه، پامیر لیجنډز لوبډلې په ۳۳ اورونو کې ۲۰۴ منډې هدف هندوکش سټرایکرز ته ورکړ، هندوکش سټرایکرز لوبډلې یاد هدف د لوبې په اخیري اور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو پخپله ګټه پای ته ورساوه او د یادو لوبو جام یې په خپل نوم کړ.

وروسته د هیواد رئیس الوزرا مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنیفي، خوست والي ښاغلی مولوي محمد نبي عمري، ښاغلي انس حقاني، ملي تلویزیون عمومي رئیس احمد وثیق، خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت، کرکټ عمومي رئیس میرویس اشرف او اجرايوي رئیس نصیب خان له لورې غوره لوبغاړو ته جایزې او ګټونکي لوبډلې ته د سیالیو اتلوالۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ذوالفقار کلپ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

BACK TO NEWS