په بلخ کې د وزلوبې په زړه پوریو سياليو دوام

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۹:۲۳
په بلخ کې د وزلوبې  په زړه پوریو سياليو دوام

د بلخ ولايت د وزلوبې سياليو په دوام تمعه وه، چې د سمنګان او فارياب ولايت لوبډلې له يو بل سره سيالۍ ته ښکته شي؛ خو د سمنګان ولايت لوبډلې د نه حاضرېدو په صورت کې فارياب لوبډلې درې امتيازه ترلاسه کړل. په دويمه سيالۍ کې د باميان او بدخشان لوبډلې يو له بل سره سيالۍ ته وړاندې شوې، چې په پايله کې بدخشان لوبډلې سيالې لوبډلې ته " ۵_۰ " په توپير ماتې ورکړه. تېره ورځ د‌ دغو سياليو درېيمه لوبه د بلخ او جوزجان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې بلخ لوبډلې د " ۸_۱" په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. همدا راز نن سرپل لوبډلې له لوګر لوبډلې څخه د " ۱۲_۲ " په توپير سيالي وګټله او بريا يې خپله کړه. تمعه وه، چې د‌ دغو سياليو دويمه لوبه تخار او کندوز لوبډلې ترسره کړي؛ خو د کندز لوبډلې د نشتون په صورت کې تخار لوبډلې د دريو امتيازونه‌ په ترلاسه کولو سره بريا ترلاسه کړه. د نن ورځې وروستۍ سيالي د سمنګان او جوزجان لوبډلو ترمنځ کېدونکې وه؛ خو سمنګان لوبډله سيالۍ ته د نه حاضرېدو په صورت د دې سبب شوه، چې سياله لوبډله يې ۳ امتيازونه ترلاسه کړي او ګټونکې اعلان شي. هېره دې نه‌ وي، چې د دغو سياليو په اوږدو کې به سبا باميان له تخار سره، بغلان له لوګر سره او کوربه ولايت بلخ به له فارياب لوبډلې سره سيالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د یادې سیالۍ په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS