پنجشیر؛ پریان ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې
د پنجشیر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت په پریان ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو اخر اوعلاق پهلوان خلیل، پهلوان بریال، پهلوان فرید پنجشیري او پهلوان حیدر د حلال تر دایرې ورساوه او جایزې یې ترلاسه کړې.
دغه سیالۍ په دې ولایت کې د وزلوبې د ودې او د خلکو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوه ورځې یې دوام وکړ.
