بلخ؛ په شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت شورتپې ولسوالۍ په بوز اريق کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پایله کې د ۱۰جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۳۵ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
