پروان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۲:۱۹
پروان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان سیالۍ، چې ۲۰ ورځې وړاندې په نمبر یک ورزشي جمنازیوم کې پیل شوې وې د معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د معرفت لوبډلې خپلې سیالې نمبریک لوبډلې ته د ۶/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د رمضان مبارکې میاشتې نمانځل و.

د سیالیو په پای کې د پروان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۲۴
Background image

جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اقچه ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۱۶
Background image

دایکندي؛ ميرامور ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۱۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د کورش پهلوانۍ سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام. . .

BACK TO NEWS