پروان؛ مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
پروان؛ مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې ۲۲ ورځې وړاندې پیل شوې وې د معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د معرفت لوبډلې خپلې سیالې میربچه کوټ لوبډلې ته د ۵/۴ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د کوچني اختر نماځل و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه، جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS