ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۴:۳۹
ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

د آسیا د ملتونو جام سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ګروپي سیالیو په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې بحرین ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې دوه سیالۍ ترسره کړې وې، چې له ایران څخه یې د ۳-۱ ګول په توپیر ماتې خوړلې وه او له کویټ سره یې لوبه په ۳-۳ ګولونو مساوي پای ته رسېدلې وه.

د اسیا د ملتونو جام د فوټسال سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب بانکوک ښار کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د اپریل په ۱۷مه نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ د لومړي ځل لپاره په ازاده فضاء کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بډمنټون فدراسيون او د اندونيزيا هېواد په مالي ملاتړ د پغمان ولسوالۍ په بالا باغ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره په ازاده فضاء ( Air. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۷:۵۴
Background image

کابل کې د باسکټبال لوبڅاري د شپږمې دورې ورکشاپ ګډونوال تشویق او وستایل شول

د باسکټبال د لوبڅاري شپږمې دورې ورکشاپ ګډونوال د دغه ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته وستایل شول او د یاد فدراسیون له لوري هر یوه ته د لوبڅاري تصدیق پاڼه ورکړل شوه.

په دغې تشویقي غونډه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۷:۵۱
Background image

کابل؛ د والیبال ۱۹کسیزه ملي لوبډله د مرکزي آسیا په سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړه

د والیبال ۱۹ کسیزه ملي لوبډله د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په مرسته د مرکزي آسیا لوبو کې د ګډون په موخه د پاکستان اسلام آباد ایالت ته لاړه.

د مرکزي آسیا دغه سیالۍ د راتلونکې شنبې په. . .

BACK TO NEWS