هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د سمسور اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سمسور اتلانو لوبډلې خپلې سيالې پيروزي لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
