ميدان وردگ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له پنځو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له جلرېز ځوانان، اختري، هارون، يادگار او طوفان کلبونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې طوفان کلب د زياتو برياوو سره لومړی مقام خپل کړ.
