هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د "ش.ه.يد شفیع الله جام" په نوم د فوټسال سيالۍ د انصاري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې انصاري لوبډلې خپلې سيالې خاص ياران لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.
