هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۵۲
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د صفار لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د صفار لېسې او ملي افغان لوبډلو ترمنڅ ترسره شوه، چې په پایله کې یې صفار لېسې لوبډلې د ۴ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د فوټسال لوبې ته د ودې کولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS