هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د غېږنیونې دودیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۲:۰
هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د غېږنیونې دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د بدني روزنې او ورزش مدیریت په همکارۍ د لسو جوړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ په مساوي ډول پای ته ورسېدې.

دا لوبې پرون سه شنبه د ګرمسیر په دوشنبې بازار کې د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې د حاجي دروېش او عطامحمد لخوا یې مالي ملاتړ کېده.

ددې سیالیو نندارې ته د ګرمسیر د وزشي مسوولینو ترڅنګ، سلګونه ځوانان، مشران او ورزشکاران ورغلي وو.

ددې سیالیو موخه د دودیزو لوبو وده او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او یووالي رامنځته کول ښودل شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS