هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکي مرکزي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو سالم مصروفیت په موخه د فوټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د اريانا لکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اريانا لکي لوبډلې خپلې سيالې شاهين افغان لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.