هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کي د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بر نوزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۹:۵۷
هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کي د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بر نوزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بر نوزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شخزو ساتونکو او بر نوزاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پچه شخزو لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۱۶ اورونو کې یې د خپلو ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه چې بر نوزاد لوبډلې یاد هدف د ۹ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

یادې سیالۍ چې ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوې وې، درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS