هلمند؛ سپين غر الف لوبډلې د مارجې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۲۱:۱۵
هلمند؛ سپين غر الف لوبډلې د مارجې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د‌ هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د سپين غر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د سپین غر الف، سپین غر ب، پوپل کلب، ستورو، کامران، خوشحال، عرفان افغان او شاهین صداقت لوبډلو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د سپين غر الف او عرفان افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عرفان افغان لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته ۴۷ منډو هدف کېښود، سپين غر الف لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS