هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۳
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ستاره او بلوڅ اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ستاره لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه پیل شوې وې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

کندوز؛ په کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ کندوز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کندوز؛ په امام صاحب ولسوالی کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالی ترسره شوې

د کندوز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۶
Background image

هلمند؛ په لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار اوومې ناحيې په سرې پوستې سيمه کې د يارانو جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د. . .

BACK TO NEWS