هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Thu, Feb 06 2025 10:53 AM
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ستاره او بلوڅ اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ستاره لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه پیل شوې وې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

Latest news

Sat, Dec 28 2024 4:59 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 9:37 AM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS