کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۴۵ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
