هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۰:۳۸
هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د حافظ بریال او محمد آغا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې حافظ بریال لوبډلې د یو پر صفر ګول خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

يادې سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په مناسبت پیل شوي دي، چې ۱۶ ورځي به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS