هرات؛ چشت ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستۍ ليګ پای ته ورسېد

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۱
هرات؛ چشت ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستۍ ليګ پای ته ورسېد

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او چشت ولسوالۍ ورزشي امريت په نوښت په يادې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستۍ ليګ د جوانان پيرروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان پيروزي لوبډلې خپلې سيالې پيروزي مرکز لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۵۲ لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۴
Background image

زابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د نويو ځوانانو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS