ننگرهار کې د ۱۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۲۵
ننگرهار کې د ۱۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې جمنازيوم کې د شپږو ولایتونو د ۱۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د عبدالسلام وزيروال په نوم د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د کونړ، کابل، لغمان، پنجشېر، پروان او کوربه ننگرهار ولايت څخه د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ننگرهار لومړی، کابل دويم او لغمان بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۲۰:۲۳
Background image

د تېرې اونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۲۰:۱۹
Background image

خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په کپړي کلي د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۲۰:۰
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بدن ښکلا فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې په مرکز قلات ښار. . .

BACK TO NEWS