ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د زم زم شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د ټېب بال کرېکټ سيالۍ د اگام خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د اگام خصوصي ښوونځي او عمرزي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عمرزي اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۷۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اگام خصوصي ښوونځي لوبډلې ياد هدف د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپير يې اتلولي وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.