ننگرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۲:۲۷
ننگرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي او د ا.ا.ا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د فوټبال سيالۍ د قيس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې قيس لوبډلې سيالې لعلپورې کېنگ لوبډلې ته ۰/۳ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د جوړولو چارې پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت سره په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د AYSO مؤسسې په مالي لگښت د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د‌ جوړولو چارې پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۳
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۰
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS