نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دغو مراسمو د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د خوښۍ ترڅنګ د نوزاد شرکت له همکارۍ او د نيمروز ورزشي امريت له هڅو مننه وکړه او د دغه ډول جمنازيومونو جوړېدل یې د ورزش ادارې له هغو وعدو څخه ياد کړل، چې له مرکز څخه ولايتونو ته د ورزش خپرول دي.

ورپسې د نيمروز ولايت مرستيال مولوي نجیب الله بدخشي د ورزش ادارې له رهبري څخه مننه وکړه، چې د نيمروز ولايت په ډول د هېواد لیرې پرتو سيمو ورزش ته توجو کوي او همدارنګه ورزش يې د بدن د روغتيا، د ټولنيزو اړیکو جوړولو وسیله وبلله.

په پای کې د نوزاد شرکت استازي نذير احمد نوازد خبرې وکړې او زياته يې کړه: د اجتماعي، تعليمي او طبي برخو ترڅنګ دا ځل مو د ورزش برخې ملاتړ ته هم غاړه کېښوده؛ ترڅو ورزشي استقلالیت تر لاسه کړو او ورزش په برخه کې خود کفاء شو.

دغه ورزشي جمنازيوم به د داوود نورزي له لوري په خپله ځمکه کې د ۲۰۰۰ متره په اندازه جوړ شي، چې ۱۰۰۰ متره مربع کې به جمنازيوم او ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه کې به پارکينګ جوړ شي او دغه جمنازيوم به د درېيو مياشتو په موده کې جوړ شي. له جوړېدو وروسته به جمنازيوم او ځمکه د نيمروز ولايت ورزشي امريت وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د ډبرې ايښودنې د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، د نيمروز ولايت مرستيال مولوي نجیب الله بدخشي، د نورزاد شرکت استازو حاجي نذير احمد نورزاد او سخي احمد نورزاد، د هرات ورزشي رئيس مفتي عبدالرحيم، د نيمروز ورزشي آمر قاري احمد شاه مبارز، د چخانسور ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالدين حمزه، د سيمې مشرانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۳
Background image

هلمند؛ بغني ولسوالۍ کې د ٢٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به بغني ولسوالۍ کې له بغني او باغران ولسوالیو د ٢٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د بادو سیالیو په پایله کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۴۷
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS