ننګرهار کې د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې له لغمان او ننګرهار څخه د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې لغمان په ۲۲ بریاوو سره لومړی او ننګرهار بیا دویم مقام خپل کړ.
