میدان ودرګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وردګ ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وردګ ټایګرز لوبډلې له خپل ۱۱۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې احسان مایار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ټېپ بال کرېکټ ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ.
