ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د "مینې او ورور ولۍ" په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو لوبو لومړۍ لوبه د حاجي ذبیح الله او عمران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ذبیح الله لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۰۷ منډې وکړې؛ خو عمران لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او د ۱۰ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
د دغو سیالیو د پیل لوبه کې د پچیراګام ولسوالۍ ورزشي مسؤول، قومي مشرانو، ځوانانو او د کرکټ مینوالو برخه اخیستې وه.