ننګرهار؛ په کامه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۰:۱۷
ننګرهار؛ په کامه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست تر رهبرۍ لاندې په‌ کامه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پرضد د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د‌ دغو سيالیو لومړۍ لوبه د شاهين او مراد علي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شاهين لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د ياد ولايت د بدني روزني ريس عبدالسلام وزيروال، لوبغاړو او ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS