ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښونو په ښېوه ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، د پیل لوبه د سرجل اتلانو او زلمي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه سرجل لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په زیان ۷۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې زلمي اتلانو لوبډلې د ۴ لوبغاړو په زیان سره د لوبې په وروستي اور کې یاد هدف پوره کړه او سیالې لوبډلې ته یې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
