ننګرهار؛ نور احمد حبیبي د بدني روزنې او ورزش سرپرست رییس وټاکل شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱ - ۹:۵۵
ننګرهار؛ نور احمد حبیبي د بدني روزنې او ورزش سرپرست رییس وټاکل شو

ننګرهار؛ نور احمد حبیبي د بدني روزنې او ورزش سرپرست رییس وټاکل شو

د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې عمومي رییس انجینر نظر محمد مطمئن او ورسره پلاوي، تېره پنجشنبه ختیځ ولایت ننګرهار ته سفر وکړ، چې د یاد ولایت لپاره يې د بدني روزنې او ورزش لپاره نوی مسؤل معرفي کړ.

ښاغلی نور احمدحبیبي چې تر دې وړاندې يې اوه کاله د ورزش په برخه کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې، د دې تر څنګ له نږدې شلو کلونو راهیسې د سوک‌وهنې په برخه کې تجربه لري.

ښاغلی حبیبي تېره پنجشنبه د عمومي رییس او ورسره پلاوي له لوري اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او له نوموړي د مسؤلیت د ښه ادا کولو هیله وشوه.

نور احمد حبیبي ژمنه وکړه چې په یاد ولایت کې به د ورزشي هڅو لپاره نور هم ګامونه ګړندي کوي او په پوره اخلاص به د هېواد لپاره د ورزش په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کوي.

یاده دې وي، ننګرهار یو له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې ورزشي فعالیتونه پکې ګړندي او د اسلامي امارت له واکمنۍ سره پکې دا فعالیتونه لا ګړندي شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS