ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۰:۱۶
ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مومند لاینز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د هزار ناو سوپر سټار او مومند لاینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مومند لاینز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه. هزار ناو سوپر سټار لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ۱۱۳ منډې وکړې او د ۲۸ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د جمناسټیک ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۲۰ کلبونو څخه د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت ۲۰م پړاو ټاکنيزې سيالۍ، د هېواد ورزش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د لسو ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د لښو ښوونځیو ترمنځ د معارف خزاني جام فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS