ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Aug 23 2025 8:16 PM
ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مومند لاینز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د هزار ناو سوپر سټار او مومند لاینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مومند لاینز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه. هزار ناو سوپر سټار لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ۱۱۳ منډې وکړې او د ۲۸ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS