میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۲۵
میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږی او د سیدآباد ولسوالۍ د والیبال کمېټې له لوري د یادې ولسوالۍ په تنګی دره دورانیو کلي کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والییال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د حسن خېلو ځوانانو او لوګر ولایت حبیبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چی حسن خېلو ځوانانو د ۲-۰ میدانو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادولو وړ ده، چې په دغو سیالیو کې له لوګر، نورستان، پکتیا او کابل ولایتونو څخه هم لوبډلو ګډون کړی دی چې ۵ اوونۍ به دوام وکړي.

د سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ اتفاق او ورزش ته وده ورکول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

کندز کې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو ترمنځ د هېواد شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۸
Background image

پکتیا کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښارکې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خوست تڼیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

بادغیس کې ۲۰ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنيز کورس پای ته ورسېد

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه ۲۰ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنيز کورس پای ته. . .

BACK TO NEWS