کندز کې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۹
کندز کې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو ترمنځ د هېواد شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال اتلولۍ سیالۍ پيل شوې.

په يادو سياليو کې د بدخشان، باميان، تخار، بغلان او کوربه کندز لوبډلو گډون کړی، چې په پيليزه لوبه يې د هدايت بغلان او بند امیر باميان لوبډلو ترمنځ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS