میدان ودرګ؛ مرکزي زندان کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان ودرګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د یاد ولایت د مرکزي زندان په همکاري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حشمت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حشمت الله لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې نصیب الرحمن لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
