هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ستاره ګان لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې هزارستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.
