ميدان وردگ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د افغان وطني سوداګريز شرکت او بلال جليل په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ميدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دا سيالۍ چې درې ورځې يې دوام وکړ، په پایلوبه کې يې ميدان اتلانو لوبډلې خپلې سيالې اتفاق کلب لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
