کابل کې شاوخوا ۱۵۰ ورزشکارانو ته د پاورلفټينگ روزنيز سيمنار ورکړل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۵۳
کابل کې شاوخوا ۱۵۰ ورزشکارانو ته د پاورلفټينگ روزنيز سيمنار ورکړل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسیون له لوري د ملي لوبډلې د ټاکنيزو سياليو په درشل کې د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه شاوخوا ۱۵۰ ورزشکارانو ته د پاورلفټينگ په برخه کې يو ورځنی نظري او عملي روزنيز سيمنار ورکړل شو.

په دغه روزنيز سيمنار کې ورزشکارانو ته د پاورلفټينگ د بنسټيزو او مسلکي اصولو، د تخنيکونو د ښه‌والي، د وزن پورته کولو د طريقو او د سياليو پر مهال د اړينو سپورتي اصولو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شول.

همدارنگه د سيمنار په عملي برخه کې ورزشکارانو ته د پاورلفټينګ د بېلابېلو حرکتونو د سم اجرا، د بدن د وضعيت، د وزن د کنټرول او د خوندي تمرين کولو عملي لارښوونې ورکړل شوې، څو ورزشکاران وکولای شي د سياليو پر مهال خپل مهارتونه په مسلکي او معیاري ډول وکاروي.

ټاکل شوې ده، چې سبا یکشنبه د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پاورلفټينگ ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه ټاکنيزې سيالۍ پيل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS