ميدان وردګ؛ په مرکز ميدان ښار کې د هيواد د خپلواکۍ د ۱۰۵ کاليزې په وياړ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۲
ميدان وردګ؛ په مرکز ميدان ښار کې د هيواد د خپلواکۍ د ۱۰۵ کاليزې په وياړ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولایت په ورزشي جمنازیوم کی د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کاليزې په ویاړ د ۳۵ غوره ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ملي او دوديزو لوبو د لا پراختیا په موخه او د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کاليزې په ویاړ تر سره شوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS