لغمان؛ اليشنگ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۷:۲۷
لغمان؛ اليشنگ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اليشنگ ولسوالۍ په سالاب کلي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اسلام آباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اسلام آباد او سرورخېلو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اسلام آباد لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف کېښود، سرورخېلو ځوانانو لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او ۲۴ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ځوانانو ته سالمه تفريح برابرول او د ټېپ بال کرکټ لوبې ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS