فاریاب؛ مرکز میمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
فاریاب؛ مرکز میمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې د اندخوی ولسوالۍ کورشکارانو لومړی، بلچراغ ولسوالۍ دويم او ميمنې ښار کورشکارانو بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د فارياب ولايت د کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره کورشکارانو موندل و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۲۵
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پيل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۱۴
Background image

خوست کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند لټکو سیمه کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قمر سر اجمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۱۰
Background image

کندز کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالې ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۰ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS