کندز کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالې ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
